په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول
دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.
د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې په بازارونو کې به د خوراکي توکو پر کیفیت څارنه په دوامداره توګه روانه وي، څو خلکو ته د بې کيفيته توکو له وړاندې کولو څخه مخنیوی وشي.
