د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1405/001)

د جوزجان ولایت آقچې ولسوالۍ کې د عامه مشارکت له لارې د کفټریا، پایوازخونو او  دوکانونو جوړولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا:

د پروژې د اعلان نېټه: 06/۰۴/۱۴۰۵

د پروژې په هکله لنډ معلومات:

د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست په شرایطو برابر ټولو لیواله شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې د جوزجان ولایت آقچې ولسوالی ښار په ختیځه برخه کې د یادې ولسوالۍ روغتون کې د دخولي دروازې دواړو طرفونو د دیوال په امتداد کې په (۹۲۴) متر مربع ځمکه باندي د عامه مشارکت له لارې د کفټریا، پایوازخونو او دوکانونو جوړولو پروژه تطبیق کېږي، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

لیواله شرکتونو د اړونده پروژې شرطپاڼه په حضوري ډول د عامې روغتیا وزارت عامه او خصوصي مشارکت ریاست څخه ترلاسه کولای شي.

لیوال شرکتونه د شرطپاڼې په اساس د یادي پروژې لپاره د استصناع په اساس طرحه او مالي موډل ترتیب او د ۲۴/۰۴/ ۱۴۰۵ نېټه چهار شنبې ورځ سهار لس بجې د عامې روغتیا وزارت د عامه او خصوصي مشارکت ریاست کې د داوطلبۍ غونډې ته وړاندې کړي.

د معلوماتو لپاره په لاندې برېښنالیک او ټیلیفون شمېرې اړیکه ونیسئ.

ادرس: د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمداکبرخان، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 0202302539

برېښنالیک:  /  ppphealth.mpph@gmail.com  ppp_health@moph.gov.af