د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
استقلال روغتون ریاست په پام کې لري چې د دې روغتون اړوند د 1405 مالي کال لپاره د 46 قلمه تنظیفاتي موادو د تدارک او چمتو کولو تړون چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G05 ده، د ویدا ویرا لوژستیکي شرکت ته، چې د کابل ولایت، لسمې ناحیې، قلعه موسی سیمه کې موقعیت لري او د 68699 جواز شمېرې لرونکی دی د )2931100( دوه میلیونه او نهه سوه یو دېرش زره او سل افغانۍ په مجموعي قیمت سره ورکړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپله نیوکه ددې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر 5 کاري ورځو پورې په لیکلي بڼه له لاملونو سره یو ځای د استقلال روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت شپږمه ناحیې، علاوالدین درې لارې سیمه کې موقعیت لري د عقودو قانون سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.