د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د افغان اندونیزیا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (امنیتي کمرو د نصب او کمپیوترونو) پروژې چې د ( MOPH/1405/AFIH/NCB/G01,G2) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې سافټ په فلش ډیسک کې د افغان اندونیزیا روغتون عمومي مدیریت څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر شنبې ورځې چې 25/01/1448 هـ ق/د 20/04/1405 هـ ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د افغان اندونیزیا روغتون ریاست د افر پرانیستې خونې ته، چې مرکز کابل، د احمدشاه بابا مېنې، ارزان قیمت، داود خان څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي او د افر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د افغان اندونیزیا روغتون ریاست اړوند د آفر پرانستې خونه کې تر سره کېږي.