هرات ولايت کې ۶ روغتيايي کتنځي، د درملو ۹ عمده پلورنځي او يو درملتون له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول
د هرات عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت په بېلابېلو ناحيو کې له يو شمېر روغتیايي کتنځايونو، د درملو عمده او پرچون پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو، چې پايله کې يې ۶ روغتيايي کتنځي، د درملو ۹ عمده پلورنځي او يو درملتون له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او ۱۴قلمه غيرمجاز او له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
