د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د ياد وزارت اړوند (د ۱۴۰۴ مالي کال، د ولایاتونو او ولسوالیو اړوند د اتو عمومي "GH" روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو تهیه او تدارک) چې د پیژندنې شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-2989) ده، مشفق رشید لمیتد شرکت سره تړون وکړي، یاد شرکت (0101-20979) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (سینما پامیر، مرکز کابل، افغانستان) کې دی او د تړون بیه (176,314,973) یو سلو شپږ اویا میلیونه درې سوه څوارلس زره نهه سوه درې اویا افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نیټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند  د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders