د شرطپاڼې تعدیل په اړه خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د پورته پروژو د داوطلبۍ خبرتیا مخکې په 28/02/1448 هـ ق - 21 /05/1405 هـ ش نېټه د چهار شنبې ورځ خپره شوې وه، دا چې د شرطپاڼو ځانګړتیاوو سره سم داوطلبان له خپلو آفرونو سره یو ځای د آفر تضمین په وړاندې کولو مکلف وو، لیکن د ملي تدارکاتو قدرمن کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ باید له داوطلبانو څخه د داوطلبي په جریان کې هیڅ ډول د آفر تضمین ونه غوښتل شي، له همدې کبله  له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کېږي؛ تر څو د پورته پروژو تعدیل شویو شرطپاڼو سافټ د tenders.ageops.af ویب پاڼې څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د تعدیل شوې شرطپاڼې ځانګړتیاوو سره سم دې خپل آفرونه (وړاندېزونه)، د آفر پرانیستنې تعدیل شویو ورځو، نېټو او ساعت پورې چمتو او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند آفر پرانستنې خونې ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل کې موقعیت لري، وسپاري.

 ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders