د ساختمان یا سیول انجنیر Civil Engineer!

rasooli_admin
Sun, Sep 06 2026 10:07 AM
moph

Publish Date

Closing Date

د د ندي موخه: د صحي ودانیو د ترمیماتي او مراقبتي چارو د ساحې لیدنه، د پروژو د تطبیق د کیفیت، پرمختګ او مراقبت

ارزونه او څارنه په ځانګړې توګه د عمومي روغتونونو (GH)او اساسي روغتیايي مرکزونو (BHC) او د وزارت د نورو اړوندو پروژو، د منظور شوي پلان، تخنیکي مشخصاتو او ملي او نړیوالو معیارونو سره سم، ترڅو د ودانیو د ساتنې، دوام، کیفیت او مؤثرې استفادې زمینه برابره او د وزارت ټاکل شوي اهداف په مؤثره او معیاري توګه ترلاسه شي.

اساسي دندې او مسؤلیتونه

  • د عمومي روغتونونو (GH)او  اساسي روغتیايي مرکزونو (BHC) او د وزارت د نورو اړوندو پروژو د ساختماني، ترمیماتي او بیا رغونې چارو ساحوي مراقبت او تخنیکي نظارت ترسره کول.
  • د ساختماني او ترمیماتي چارو د کیفیت تضمنی (QA) په موخه د ساختماني موادو، اجرااتو او کاري میتودونو تخنیکي ارزونه
  • د پروژو د تطبیق د کیفیت، پرمختګ، احجامو او تخنیکي مشخصاتو څارنه او د منظور شوو نقشو، ډیزاینونو، قرارداد او اړوندو معیارونو سره یې د مطابقت ارزونه.
  • د موجوده صحي ودانیو د مراقبت، ساتنې، ترمیم او ساختماني ستونزو ارزونه او د حل لپاره یې مناسبې تخنیکي لارې چارې وړاندې کول.
  • د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا اړوند تخنیکي وضعیت ارزول او د اړتیا په صورت کې مناسبې تخنیکي حل لارې او نظریات وړاندې کول په ساحه کی په عملی توګه.
  • د پروژو د مراقبت او نظارت پر مهال د قراردادي، مشاور، ولایتي روغتیايي ادارو او نورو اړوندو مراجعو سره لازم تخنیکي او کاري همغږي ترسره کول.
  • د پروژو اړوند د طرحو، نقشو، BOQ، تخنیکي مشخصاتو او نورو اسنادو ترمنځ د مطابقت ارزونه او د موجودو تخنیکي ستونزو د اصلاح لپاره وړاندیزونه کول.
  • د شته وادنیو د ساختمانونه د ساتتنی او مشکیلاتو د حل په موخه لازمه حل لاري واړندي کول.
  • د ساختماني پروژو د سرته رسولو او جوړولو لپاره اسانتیاووي برابرول په ځانګړې توګه د ترمیماتو  او بیا رغونې پروژو لپاره.
  • د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا لپاره معياري او تخنیکي نظرونه وړاندې کول.
  • د پروژو په ډیزاین کې د اړونده څانګو سره همغږي او د میاشتني ، ربعوار او کلني راپورنو ترتیبول.
  • د خپلو  اړوند کارکوونکو مسلکي پوهه لوړول او د تجربو مؤثره کارونه په پروژو کې عملي کول.
  • په تخنیکي چارو کې د نظر څرګندول او د معياري ستندردونو تطبیق.

ساختماني انجینر لاندې مکلفیتونه لري:

  1. د ساختماني کارونو ټول ساحوي فعالیتونه د منظور شوو Drawings، Designs، Specifications، BOQ او تخنیکي معیارونو مطابق نظارت او کنټرولول.
  2. د Foundation، Column، Beam، Slab، Wall، Staircase او نورو ساختماني عناصرو موقعیت، ابعاد، کیفیت او د اجرا څرنګوالی کنټرولول.
  3. د Excavation، Backfilling، Compaction، PCC، Reinforcement، Formwork، Concrete او Masonry کارونو ساحوي Inspection او تخنیکي نظارت ترسره کول.
  4. د ساختماني موادو کیفیت او د Concrete، Soil، Compaction او نورو اړوندو Tests د ترسره کېدو څارنه او د پایلو ارزونه کول.
  5. د Contractor د کارونو پرمختګ، کیفیت، اجرا شوي حجم او د Work Schedule مطابق فعالیتونه ارزول، اندازه کول او راپورول.
  6. د غیرمعیاري یا له منظور شوو اسنادو سره د مغایرو کارونو د اصلاح غوښتنه کول او د Quality Control او Safety معیارونو د رعایت څارنه کول.
  7. د Contractor لخوا وړاندې شوو Shop Drawings، Material Submittals، Method Statements، Test Reports او As-Built Drawings تخنیکي ارزونه او د ساختماني کارونو له منظور شوو اسنادو، ډیزاین او مشخصاتو سره د مطابقت کنټرولول.

مدیریتي دندې

د ساختمان انجنیر  باید:

  • د اړوند آمریت له عمومي پلان سره سم خپل کاري پلان ترتیب کړي.
  • ورځني، میاشتني، ربعوار او کلني فعالیتونه تنظیم کړي.
  • د پروژو د ساختماني برخې پرمختګ تعقیب کړي.
  • د تخنیکي ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کړي.
  • د ساختماني  کارونو د کیفیت او پرمختګ راپور آمر ته وړاندې کړي.
  • د پروژې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له اړوندو ټیمونو سره همکاري وکړي.
  • نورې هغه تخنیکي دندې ترسره کړي چې د اړوند آمر لخوا ورته سپارل کېږي.

. اړین تخنیکي سافټویرونه

  • AutoCAD
  • Revit Structure
  • ETABS
  • SAP2000
  • SAFE
  • Primavera P6 / MS Project

تحصیلي شرایط

    • د (سیول انجینري) په رشته کې د لیسانس تحصیلي سند لرل، او په یادو برخو کې لوړه تحصیلي درجه لرل غوره ګڼل کېږي.
  • کاري تجربه
    • لږ تر لږه3-5کله اړونده کاري تجربه ولري.
    • د ساختماني پروژو د ساحوي نظارت او کنټرول تجربه ولري.
    • د Foundation، Excavation، PCC، RCC، Reinforcement، Formwork او Masonry کارونو د اجرا او نظارت تجربه ولري.
    • د Structural او Architectural Drawings، Shop Drawings او As-Built Drawings د لوستلو او ارزونې تجربه ولري.
    • د BOQ، Quantity Take-off، Cost Estimation او Technical Specifications په برخه کې تجربه ولري.
    • د ساختماني موادو کیفیت، Material Testing، Inspection او Quality Control په برخه کې تجربه ولري.
    • د Contractor د کارونو د پرمختګ، کیفیت، Work Schedule، ساحوي اندازه‌ګیرۍ او راپور ورکولو په برخه کې تجربه ولري
    •  

د نوماند شرط:

نوماندان باید د اړوندو ۳۴  ولایتونو اصلي او فعلي اوسېدونکي وي. د نوماندانو شارټ‌لېسټ کول به د تذکرې پر بنسټ ترسره کېږي.

محترمو کاندیدانو!

کولای شئ خپل سي وي (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږئ، او یا هم د هغه هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت، د کارکوونکو چارو عمومي ریاست، د اعلاناتو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپارئ.

یادونه: مهرباني وکړئ د خپلې خوښې ولایت نوم د برېښنالیک په عنوان (Subject) کې په واضح ډول ولیکئ؛ که چېرې د ولایت نوم په عنوان کې مشخص نه شي، نو په دې برخه کې به بشپړ مسئولیت ستاسو پر غاړه وي.

د لا زیاتو معلوماتو او اړتیا په صورت کې، له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲

mophgdsa@gmail.com