د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ روغتون ته ۴۶ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات وسپارل شول
دغه تجهيزات د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ روغتون د تجهیز او اړتیاوو پوره کولو په موخه پېرل شوي او د بادغیس د عامې روغتیا ریاست د تخنیکي ټیم په شتون کې د یاد روغتون مسؤلینو ته وسپارل شول.
ياد تجهیزات د روغتون د ظرفیت لوړونې، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والي او ناروغانو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته وسپارل شول.
