د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، (د وزیر محمد اکبر خان، اندراګاندي، شیخ زاید، عاجل ابنسینا او محمد علي جناح روغتونونو د جدي څارنو څانګو د بیارغونې پروژه) چې د تړون شمیره یې (MOPH/1405/NCB/W-2499) ده، (جریر منصور ودانیز او سړک جوړونې شرکت) ته چې د (94310) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (د آریا ښارګوټی، دریم فاز، B35 بلاک، مرکز کابل) کې ده ورکړي او د تړون لومړنۍ بیه (2,400,000.00) دوه میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ کیږي.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو نیټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت، تدارکاتو ریاست اړوند د ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري وسپاري.
يادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
