د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د وزیر محمد اکبر خان روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (۴۹ قلمه لابراتواري موادو تهیه او تدارک) چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/WAKH/NCB/1405/G013) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې سافټ کاپي د https://tenders.ageops.af وېب‌سایټ او د وزیر محمد اکبر خان روغتون د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه تر لاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرط پاڼې د درج شویو شرایطو سره سم، د عامې روغتیا وزارت د قراردادونو قانون او د لنډ مهاله اجرااتو طرزالعمل له مخې، په سربسته بڼه د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د چهارشنبې ورځې، چې له د (۱۴۰۵/۰۸/۰۶) هـ.ش نېټې سره سمون لري، د ماسپښين تر (۰۲:۰۰) بجو پورې د روغتون کنفرانس خونې ته وسپاري.

ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانیستلو غونډه به د چهارشنبې ورځې، چې له د (۱۴۰۵/۰۸/۰۶) هـ.ش نېټې سره سمون لري، د ماسپښین په (۰۲:۰۰) بجو د روغتون په کنفرانس خونه کې ترسره کېږي.