د عامې روغتیا وزارت د شیخ زاید تخصصي او ثالثي روغتون په روان کال کې ۴۳۱۲ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره کړي دي
په ترسره شویو عملیاتو کې ۷۴۳ لوی او ۳۵۶۹ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په یاد روغتون کې ۴۱ زره او ۵۳ ناروغانو ته (OPD) او ۳۴۶۳ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.