په کابل ښار کې د درملو شپږ عمده پلورنځي موقتاً مهر او لاک شول
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست کارکوونکو د خپلو ورځنیو څارنو او پلټنو په لړ کې، د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د دشت برچي په سیمه کې د خپلواک مارکېټ د درملو له ۹ عمده پلورنځیو څخه څارنه او پلټنه ترسره کړه.
د دغې پلټنې په ترڅ کې د درملو د عمده پلورنځیو قانوني اسناد، د درملو د ساتنې څرنګوالی او د شته درملو وضعیت وڅېړل شو، چې په پایله کې یې د قانوني اسنادو پرته د درملو ساتلو له امله د درملو ۶ عمده پلورنځي په موقتي ډول مهر او لاک شول.
