په فراه، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې له درملتونونو، روغتيايي کتنځيو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
یاد نظارت د فراه ولایت په مرکز، د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په آقچې بندر او د کاپیسا ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې ترسره شو، چې په پایله کې یې ۱۹۰ کیلوګرامه بېکیفیته خوراکي توکي او ۶۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د غوره او باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه په ټول هېواد کې د څارنې لړۍ روانه وساتي؛ څو اړمنو هېوادوالو ته غوره او باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
