د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې:
د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې:
۱ـ د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بادغیس، دایکندي، غور، کاپیسا، کونړ او بلخ ولایتونو ته ۳۴۰۹ قلمه درمل او طبي تجهیزات سپارل شوي دي.
۲ـ د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۵۳.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ننګرهار ولایت حصار شاهي بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم څانکې لپاره یوه معیاري ودانۍ، زابل، کونړ، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې څلور روغتیايي مرکزونه، په تخار ولایت کې دوه روغتیايي ځالې او د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې د لس بستریز جدی پاملرنې خونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
همدارنګه، د ۲۶.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت په لغمان او نورستان ولایتونو کې پنځه روغتیايي مرکزونه، د غور ولایت ۴۰ بستریز او سیمه ییز روغتونونو کې ۳۰۰ کیلو واټه بریښنايي سیستم چارو پیل، د ۶ سوه زرو افغانیو په ارزښت د کونړ ولایت روزنیز تالار لپاره د بریښنا سیستم فعالېدل او پکتیا، کاپیسا او تخار ولایتونو کې لس روغتیايي پروژې پلي شوي دي.
۳ـ د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز، د ۴.۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د بغلان په ولایتي روغتون کې د نارغانو ارزونې او لومړیتوب ټاکنې مرکز (ټریاژ)، د ۵۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۵۰ بستریز او د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبرې کېښودل شوي دي.
۴ـ د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، نیمروز، هلمند، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، کندز، بغلان، هرات، ننګرهار، کونړ، لغمان او کندهار ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پیاوړتیا او پراختیا په موخه له RI، SCL، WAW، WVI او ORCD مؤسسو سره د څه باندې ۷۳ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
۵ـ د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د روغتیايي خدمتونو پراختیا، نړیوالو اړیکو پیاوړتیا او په روغتیايي برخه کې د تجربو د تبادلې په موخه بېلاروس، روسیې او ټایلنډ هېوادونو ته رسمي سفرونه ترسره کړي دي.
۶ـ د عامې وزارت له لوري په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې روغتیايي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د بایومیډیکل، د روغتونونو مدیریت، د خوندي وینې او خوندي وینې لېږد، AWD مخنیوي او کنټرول، د لابراتوارونو کیفیت کنټرول او مدیریت، د سترګو د روغتیا اهمیت، ساتنې او ړوندوالي، د درملو خوندیتوب او څارنې، د چیچک او ویروسي هیپټایټیس د لابراتواري تشخیص، رواني روغتیا، د پولیو واکسین او د ډیجیټل سیستمونو د کارونې په برخو کې روزنیزې برنامې ترسره شوي دي او همدارنګه، په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې د لېسو زده کوونکو ته د نشه يي توکو د مخنیوي په موخه درویشت د عامه پوهاوي برنامې تر سره شوي دي.
۷ـ د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپیسا، بلخ، هرات، فراه، هلمند، جوزجان، بغلان، ارزګان او خوست ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور، تولیدونکو فابریکو او د خوارکي توکو پلورنځیو څخه نظارتونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې ۱۱۲ بابه درملتونونه، ۹ بابه لابراتوارونه، ۳۱ بابه روغتیایي کتنځایونه، ۲۰ بابه کلینیکونه، ۳ بابه د درملو تولیدي شرکتونه، ۳۴ بابه د خوراکي توکو عمده پلورنځي او ۶ بابه د مالګې کارخونې له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي او ۵.۵ ټنه بې کیفیته او نېټې تېر خوراکي توکي او درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شويو ځایونو ته لېږدول شوي دي.
همدارنګه، په کابل، زابل، هرات او بلخ ولایتونو کې څه باندې ۱۶۳ ټنه خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شوي دي.
۸ـ د عامې روغتیا وزارت له لوري ۴۵ قلمه درمل او روغتیايي محصولات او ۶ بهرني درمل جوړونکو شرکتونه ثبت شوي او ۳ شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
همدارنګه، له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو ارزونه ترسره شوې، ۷۰ قلمه خوراکي توکي د کیفیت او کنټرول لابراتوار ته استول شوي او ۱۸ قلمه خوراکي توکي د اسنادو د نیمګړتیا او غیر معیاري بسته بندۍ له امله مسترد شوي دي.
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!