هیواد ته د کرونا وایرس د خپریدو د مخنيوي په اړه د عملياتي کمېټې ناسته ترسره شوه
د عامې روغتيا مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زیور په مشرۍ هیواد کې د کرونا وایرس د خپریدو د مخنيوی او په دې لړ کې د نیول شويو امادګیو په اړه ناسته ترسره شوه
مالي او اداري معينې په دې ناسته کې لارښونه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت له رئیسانو څخه جوړ یو پلاوی دې فراه، نیمروز او هرات ولایتونو ته سفر وکړي او د اړتيا وړ وسایل لکه طبي تجهیزات، محافظتی کيټونه او ماسکونه دې اماده او روغتیايي مراکزو ته وویشي ترڅو د اړتيا پر وخت ترې ګټه پورته شي.
آغلې زیور د دې وسایلو د مالي او تدارکاتي پروسو په ګړندیتوب ټينګار وکړ او همدارنګه ېې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کونکو مؤسسو څخه وغوښتل ترڅو د کرونا وایرس د خپریدو پر ضد مبارزه کې لا ډیره همکاري وکړي.
ټاکل شوې ده چې تعین شوی پلاوی سبا یکشنبه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړي ترڅو په دغه ولایتونو کې د کرونا وایرس د خپریدو پر ضد مبارزې لپاره لازم تیاری ونيسي.