د هرات په مختلفو ځایونو کې څو روغتونونه رامنځته او د کرونا وایرس د کنترول لپاره ځانګړي شول
![د هرات په مختلفو ځایونو کې څو روغتونونه رامنځته او د کرونا وایرس د کنترول لپاره ځانګړي شول](/sites/default/files/2020-03/90262851_104ddd84_n_copy_copy.jpg)
عامې روغتيا وزارت په هیواد کې د کرونا وایرس د مخنيوي په موخه د هرات څو نقطو کې د کرونا ځانګړي مرکزونه رامنځته کړل.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور تر مشرۍ لاندې مؤظف پلاوي په هرات ولایت کې درې مرکزونه تنظیم او د کرونا وایرس د کنترول او مخنيوي پخاطر ځانګړي کړل.
دغه ځانګړي مرکزونه چې د هرات په شمال، جنوب او ختیځ کې موقعیت لري په لاندې ډول دي:
- د هرات ښار په شمال کې په لبرټی کې د کوید-۱۹ ناروغانو لپاره ۳۰۰ بستریز ځانګړی مرکز
- د هرات ښار په جنوب کې په حاجی کیمپ کې د کوید-۱۹ ناروغانو لپاره ۳۰۰ بستریز ځانګړی مرکز
- د هرات ښار په ختیځ کې په شيدايي سیمه کې د کوید-۱۹ ناروغانو لپاره ۳۰۰ بستریز ځانکړی مرکز
- اوس مهال په هرات ولایت کې په یو وخت کې د ۷۰۰ ناروغانو لپاره امکانات موجود دي.