د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پکتیا ولایت استازو سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پکتیا ولایت استازو سره وکتل](/sites/default/files/2021-03/159208185_1312666479102528_5216093060640066138_n.jpg)
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د پکتیا ولایت د ولایتي شورا رییس، مشرانو او مخورو خلکو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د پکتیا ولایت استازو خپلې روغتیایي ننګونې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه یې د بېړنۍ پاملرنې، په حوزوي روغتون کې د بسترونو او د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو د زیاتولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه ولایت د روغتیایي ننګونو د اورېدو پرمهال د روغتیایي ننګونو د حل په پار د روغتیا سکتور کې د شته سرچینو په درلودو او پام کې نیولو سره له دوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
ډاکټر مجروح وویل: د عامې روغتیا وزارت د ټول هېواد په کچه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو لپاره د اوږد مهاله اصلاحاتو طرحه چمتو کړې چې په تطبیق سره به یې په ټول هیواد کې روغتیايي خدمتونه ښه شي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د وده ورکولو په برخه کې د دغه ولایت د مشرانو او استازو رول مهم وباله او له دوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.