د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټوټ لوی ریاست بیارغونې پروژی د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو هغه په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټوټ لوی ریاست بیارغونې پروژه چې د ریفرنس شمېره MOPH/NCB/1402/W-05 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ساختماني تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د شرطپاڼې د شرایطو مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې ۱۲/05/۱۴۴۵ ه ق چې د ۰۵/09/1402 ه ش نیټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نیټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري. ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (20,000) شل زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کیږي.