د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست له روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د یو شمېر کتنځایونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په پایله کې یو کتنځای له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو او ترڅنګ يې روغتیايي کارکوونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.