په کونړ ولایت کې د شنو نیالګیو کمپاین
د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس، قاري مظفر خان مخلص د شنو نيالګيو اېښودلو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو ونه'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د دې ولایت په ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونو کې یې 700 زینتي تولیدي نیالګي کښېنول.
نوموړي له ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ تر څو په یاد کمپاین کې ونډه واخلي او د یو یو نیالګي د کښېنولو په مرسته خپل چاپېریال پاک او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.