د روغنیات او فلترباب د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزی ادارو  او  دوهمو واحدونو اړوند د روغنیات او فلترباب  تړون چی د پیژندني شمیره یی (MOPH /NCB/1403/G10)ده. د (تاج محمودی زراعتی او مالداری شرکت) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (53852) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (زوړ قول اردو اوله ناحیه دوهمه کوڅه اول نمبر کور ، مرکز کندهار، کندهار) کې دی. چې د تړون بیه (3,180,800) دری ملیونو یو سلو اتیا زرو اته سوه  افغانی  ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.