په ۱۴۰۲ کال کې د استقلال ملي او تخصصي روغتون له خواه تر سره شوي روغتیایي خدمات

rasooli_admin
Sat, Jun 29 2024 2:29 PM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې په تېر یو کال کې (۱۸۰۴۷) جراحي عملیاتونه ترسره شوي!

یاد جراحي عملیاتونه د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې په بریالۍ توګه ترسره شوي.

په دغه روغتون کې همداراز ۱۸۶ زره پنځه سوه یو اتیا ناروغانو ته سراپا (OPD) او ۲۹ زره دوه سوه دوه اویا تنو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.