د کنړ ولایت اسمار +CHC روغتیایي مرکز ته یو عراده امبولانس ورکړل شو
د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ (CHC+) روغتيايې مرکز ته، د ۴،۳ میلیونه افغانیو په ارزښت صفر کیلو مټر مجهز امبولانس ورکړل شو.
د کونړ عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص وویل: د اسمار روغتیایي مرکز لپاره امبولانس یوه مهمه اړتیاوه، چې د وزارت په خاصه پاملرنه یاد روغتیايي مرکز ته په واک کې ورکړل شو.