د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د محمد علي جناح روغتون د اړتیا وړ ۱۱قلمه د اکسری فلمونو د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د(MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G04) شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۲۷/۰۶/۱۴۰۳ نېــټه، سه شنبې ورځ د ماسپسین تر ۰۲:۰۰ بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر د پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارل ري وسپاري.
ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۸۰۰۰۰(اتیا زره ) افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د ۲۷/۰۶/۱۴۰۳نېــټه، سه شنبې ورځ د ماسپښین په ۰۲:۰۰ بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستی په خونه کې ترسره کېږي.