د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د کندز سیمه ییز روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده کُندز ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت له سیمه ییز روغتون لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې چې د کُندز ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمدالله حکمت یې هم ملتیا کوله د سیمه ییز روغتون د ټولو روغتیايي څانګو د خدمتونو له بهیر څخه د لیدنې سربېره یې د روغتیايي کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې څرګند کړ.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال همداراز د بستر ناروغانو احوال له نږدې واخیست او د خدمتونو د بهیر په اړه یې له هغوۍ وپوښتل.
نوموړي همداراز د یاد روغتون روغتیايي پرسونل ته د غوره خدمتونو وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.