د تدارکاتو خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
شمېره ( MOPH/NH/NCB/1403/G03)
نور د سترگو ملي او تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۴۰ قلمه تنظیفاتي موادو تهیه او تدارک په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د دې روغتون د تدارکاتو مدیریت او یا د خدماتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، خپل آفرونه په شرطپاڼې کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو له نېـټې تر ۲۱/۰۷/۱۴۰۳ نېټې د سهار په ۹:۳۰ بجو د نور روغتون په څلورم منزل کې د کنفرانس خونې ته وسپارئ.
ناوخته رارسېدلي او انترنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانک ګرنټۍ په بڼه (۴۳۱۱۶) دري څلوېښت زره یوسل شپاړس افغانۍ دی.
د وړاندیزونو پرانیستلو غونډه د ۲۱/۰۷/۱۴۰۳ نېټه د سهار په ۹:۳۰ بجو نور د سترگو ملي او تخصصي روغتون څلورم منزل د کنفرانس خونه کې ترسره کېږي.
پته: مرکزي پولي کلینیک، سینمای پامیر، ته څېرمه لومړۍ ناحیه کابل افغانستان.