د تړون ورکړې خبرتیا !

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د محمد علي جناح روغتون د اړتیا وړ طبي درملو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G01 ده تړون د (برادران اکبري لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (۵۶۵۷--۰۱۰۱) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دوهمه حصه کابل مرکز كابل) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه(۶،۶۸۴،۴۶۲.۰۵)شپږ میلیونه شپږ سوه څلور اتیا زره څلور سوه دوه شپېته اعشاریه صفر پنځه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders