د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند، د شیخ زاید نیور ساینس روغتون د اړتیا وړ دوه قلمه سټي سکن او اکسری فلمونو چې د (MOPH/NCB/1403/G20) ریفرینس شمېرې لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د28/08/1403 نېــټه، دوشنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري، وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه
(80,000) اتیا زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د 28/08/1403 نېــټه، دوشنبې ورځ سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.