د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له لورې غزني ولایت کې د امبولانس خدماتو پرانیسته تر سره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي غزني ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند، د نږدې ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د امبولانس خدماتو فعالېدو پرانیسته وکړه.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په غزني ولایت کې د امبولانس خدماتو پیل د روغتیایي خدماتو د پراختیا لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه، چې له دې وروسته به د دې ۷ عرادې عصري امبولانسونو په مرسته د لویو لارو ترافیکي پېښو او نورو بېړنیو حالاتو ته په وخت رسېدنه کېږي.