پکتیکا ولایت کې د خوراکي توکو څخه نظارت تر سره شو
د پکتیکا عامې روغتیا ریاست اړوند د خوړو او درملو امریت له لوري، د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې، له یو شمېر خوراکي تاسیساتو څارنه کړې، چې پرمهال یې ۱۴ قلمه بې کیفیته او له نیټې تېر خوراکي توکي راټول کړي.