پکتیکا ولایت کې د نري رنځ د تشخیص او درملنې یوه پایه ماشین فعال شو
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ روغتون کې د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نري رنځ (TB) د تشخیص او درملنې یوه پایه ماشین ناروغانو ته د وړیا خدماتو په موخه فعال شو.
د جن ایکسپرټ په نوم یاد ماشین د( یو این ډي پي) موسسې په همکارۍ د ارګون ولسوالۍ روغتون کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې فعال شو، چې ورسر به د یادې برخې ناروغانو ته د تشخیص او درملنې برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.