حفظ الصحې مراعت په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت چاپيريال روغتیا ریاست مسئولینو د ککړې هوا مخنیوي او حفظ الصحې مراعت په موخه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر هوټلونو،حمامونو او نورو اړوند برخو څخه نظارت ترسره کړ.
په دې نظارت کې د هوټولونو، حمامونو او نورو برخو کارکوونکو ته د حفظ الصحې اړوند روغتيايي لارښوونې د یو ټرینینګ له لارې تشریحې او د ساري ناروغیو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پیغامونه په مناسبو ځایونو کې ولګول شول او هم ورته د روغتیایي کارتونو د ترلاسه کولو جدي سپارښتنې ترسره شوې.
