د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت نظارتي ټیم جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون سربېره د فیض اباد ولسوالۍ روغتیايي مرکز څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې د روغتیا وزارت رهبرۍ د پرېکړې سره سم یو ځانګړي تخنیکي ټیم له لوري ترسره شو، د ولایتي روغتون او فیض اباد ولسوالۍ روغتیايي مرکز له بېلا بېلو څانګو څخه په کې لیدنه وشوه، ستونزې یې یاداشت او روغتیايي کارکوونکو ته یې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړې سپارښتنه په دا وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د نظارت پروسه دوام لري، چې موخه یې د روغتیايي خدماتو ستونزې په نښه کول او د روغتیايي سیستم د ښه والي لپاره هڅې ترسره کول دي؛ ترڅو ټولو ناروغانو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي.