د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې دشت برچي ۱۰۰ بستریز او ۵۰ بستریز روغتونونو څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
Sat, Apr 05 2025 10:24 AM
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د مل ټیم سره په ګډه په کابل کې دشت برچي ۱۰۰ بستریز او ۵۰ بستریز روغتونونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره یې یو اندازه مالي مرسته هم وکړه.

ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې، د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د اختر په شپو ورځو کې ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.

Latest news

Thu, Apr 23 2026 1:25 PM
Background image

MoPH Signs $456,136 Contract with RHDO to Expand Healthcare Services in Balkh

The Ministry of Public Health has signed a $456,136 contract with the (RHDO) organization to strengthen and expand healthcare services for residents of Balkh province.

This contract. . .

Thu, Apr 23 2026 1:17 PM
Background image

Momin Group Donates Medical Supplies Worth AFN 276,000 to Sultanpur Health Center in Nangarhar

Several essential items, medicines, and medical equipment worth 276,000 Afghanis were provided to the Sultanpur Health Center in Surkh Rod district, Nangarhar province.

This assistance. . .

BACK TO NEWS