د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د سرطاني ناروغیو د نوي جوړېدونکي پنځوس بستریز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، د وزارت مرکزي رئيسانو، او روغتیاپالانو ګډون درلود.
د یاد نظارت پرمهال د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې روغتون کې په رامنځته شویو تغیراتو خوښي څرګنده او یاد روغتون یې ختیځ زون کې د سرطاني ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره غوره مرجع وبلله.
ورته مهال ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ولایت کې د روغتيايي علومو انسټیټیوټ څخه لیدنه ترسره او هم يې د یاد انسټیټیوټ مسئولینو ته د زدهکړې بهیر د لا ښه والي سپارښتنې وکړې.