د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې له دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
Tue, May 27 2025 12:45 PM
moph

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د اندخوی، دولت آباد، پشتون کوټ، بندر، لولاش، المار، قیصار، گرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې له روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

د نظارت رئیس دغه راز، روغتیایي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS