د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه کابل ولایت کې د څاریو د خرڅلاو ځایونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی ریاست اړوند د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ریاست مسؤلینو له لوري د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه کابل ولایت کې د څاریو د خرڅلاو ځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په کې د څاریو پلورونکو او پېرودونکو ته د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ځانګړي ښوونیز او معلوماتي بروشورونه ووېشل شول.
یاد نظارت کې د څاریو پلورونکو او پېرودونکو ته د کانګو ناروغۍ د رامنځته کېدو، نښو نښانو، د انتقال لارو چارو او د مخنیوي طریقو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او د حفظ الصحې په موخه ورته لازمې سپارښتنې هم وشوې.
#کانګو