د عامې روغتیا وزیر د ایران-هیلت نندارتون کې ګډون وکړ؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د روغتیایي همکاریو د پراختیا هڅه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ایران هېواد ته د خپل سفر په جریان کې د ایران-هیلت په نوم د روغتیایي محصولاتو اړوند نندارتون کې ګډون وکړ، چې د طبي تجهیزاتو له بېلابېلو غرفو څخه یې لیدنه وکړه.
له یاد نندارتون څخه د لیدنې پر مهال ښاغلي وزیر وویل، د افغانستان او ایران تر منځ د روغتیا د برخې همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی، چې د دواړو لوریو پانګه وال باید له دې فرصت څخه مثبته ګټه واخلي.