د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت مسئولینو ته د GBT( global benchmarking tool) تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ورکړل شو

یاد روزنیز پروګرام چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شو، په کې د خوړو او درملو معینیت رئیسانو،آمرینو او مشاورینو ګډون کړی و، چې موخه یې هېواد کې د درملو او روغتیايي محصولات تنظیم، د نړیوالو معیارونو سره سم د اداري فعالیتونو او لاستهراوړنو ارزول دي، تر څو د همدې ارزونې پر بنسټ نږدې راتلونکي کې په یاده برخه کې د افغانستان د تنظیمي ادارې (maturity level) رامنځته شي.