په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت روغتیايي اتشې د انقرې سرې میاشتې له رئیس سره ولیدل

په ترکیه کې د ا.ا.ا د سفارت روغتیايي اتشې، متخصص دوکتور فضل الله سیرت د ترکیې د انقرې سرې میاشتې له رئیس، ډاکټر محمد سیلای سره لیدنه تر سره کړه
په دې لیدنه کې دواړو خواوو روغتیا برخه کې د همکاریو او امکاناتو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره او په یاده برخه کې د غوره همغږۍ، ظرفیت لوړولو او دوامداره همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وشو.