د عامې روغتیا وزارت اړوند د کابل دولسمې ناحیې- احمد شاه بابا روغتون کې تېر یو کال کې نږدې (۸۸۱) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۷۶۹) ستر او (۱۱۲) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
په دغه روغتون کې همداراز، (۱۷۲۵۱۶) تنو ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۳۹۶۵) تنو ناروغانو ته داخل بستر(IPD) خدمات وړاندې شوي دي.