تېر یو کال کې د عامې روغتيا وزارت اړوند ستوماتولوژی ملي او تخصصي روغتون کې نږدې (۶۸۴۱۷) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
Tue, Jul 08 2025 11:17 AM
moph

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۹۱۹) ستر او (۶۶۴۹۸) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۱۲۵۹۸۸) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۱۹۲) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.