تېر یو کال کې د عامې روغتيا وزارت اړوند په دایکندي ولایتي روغتون کې نږدې (۴۷۱۰) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۸۱۷) ستر او (۳۸۹۳) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
همدارنګه، په دغه روغتون کې (۱۱۰۳۲۴) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۰۶۸۴) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.