تېر یو کال کې د عامې روغتيا وزارت اړوند د فراه ولایتي روغتون کې نږدې (۵۱۰۶) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
Wed, Jul 09 2025 4:01 PM
moph

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۲۳۳۷) ستر او (۲۷۶۹) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۱۷۷۹۰۷) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۳۴۲۳۷) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.