تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د فاریاب ولایتي روغتون کې شاوخوا (۳۵۹۲) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي
د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۳۰۱۳) ستر او (۵۷۹) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
همدارنګه، په دغه روغتون کې شاوخوا (۱۸۶۰۶۲) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۳۷۷۷۴) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.