د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیا نړیوال سازمان او ګېټس بنسټ (Gates Foundation) له استازو سره انلاین غونډه ترسره کړه

یاده غونډه کې په سپینو ساحو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د یو واحد معلوماتي سیسټم رامنځته کولو او د موازي سیسټمونو د ادغام په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې ګډونوالو د عامې روغتیا وزارت وړاندیزونه ومنل او ژمنه یې وکړه، چې په یادو برخو کې به له وزارت سره ګډ کار کوي؛ ترڅو شته ستونزې حل او د روغتیايي سیسټم پیاوړتیا په موخه همغږي لا زیاته او اغېزمنه شي.