د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ د بهاري سمسټر روستۍ ازموینه پیل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د استادانو په ارزښت او اهمیت هر اړخیزه وینا ترسره او د ازموینې په پروسه کې یې د بشپړ شفافیت ډاډ څرګند کړ، نوموړي زیاته کړه، چې وړ کسان به د خپل زیار پایله وویني.
د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رهبري د ښوونې او روزنې برخه کې د خدماتو کیفیت لوړونې معیارونو ته ژمنه ده او زیاته وي چې په خپلو خدمتونو کې به د علمي عدالت اصل پلی کړي.