د عامې روغتیا وزارت اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون سره د ۹۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت د یو شمیر طبي وسایلو مرسته وشوه

یاده مرسته د فاطمه خیریه بنسټ له لوري وشوه، چې په کې ۳۰ پایې انکیوبیټرونه (incubators)، ۹ عدده وارمر (Warmer) ماشینونه، ۹ عدده د فوټوتراپي (Phototherapy) ماشینونه او دوه عدده د فیټل ډوپلر (Fetal Doppler) ماشینونه شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوی طب لوی رئیس، ډاکتر وحدت الکوزي د یادې مرستې له امله د فاطمه خیریه بنسټ له مؤسس حاجي فرید او مسؤلینو څخه مننه وکړه او یاد ماشینونه یې د نویو زیږیدلو ماشومانو د روغتیا خوندیتوب او درملنې لپاره مهم وبلل.