تېر یو کال کې د سمنګان ولایتي روغتون کې شاوخوا (۳۲۰۵) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۶۲۸) ستر او (۱۵۷۷) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.
د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۱۶۰۸۵۲) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۸۱۷۱) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.